پاکستان باید د اټومی موافقې ملاتړ ته دوام ورکړی
-
دامریکا ولسمشر ټرمپ په خپلو تفرقه اچونکو سیاستونو سره نړیوال نظم ګډوډ کړی دی .
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان یوشمیر کارپیژاندو نن په اسلام باد کښې په یوې(۱) غونډې کښې پرحکومت غږ وکړ اټومی پروګرام ملاتړ ته دوام ورکړی .
د پاکستان دسمندری چارو د سیاست د تحقیقاتو د ملی مرکز مدیر بابر بلال په ننۍ غونډې کښې وویل دایران له اټومی موافقې وتلو د امریکا د ولسمشرټرمپ هدف یوازې د صهیونیسټی لابۍ خوشحالول دی .
په ایران کښې د پاکستان پخوانی سفیر خالد محمود هم له اټومی تړون په وتلو کښې دامریکا د اقدام د منفی پایلو په ګوته کولو سره وویل دایران اسلامی جمهوریت په ځلونو ثابته کړی ده دامریکا زور ویونکو سیاستونو ته نه دی تسلیم او نه به تسلیم شی .
د پاکستان یوه(۱) بل متقاعد ډیپلوماټ تجمل الطاف هم وویل دامریکا ولسمشر ټرمپ په خپلو تفرقه اچونکو سیاستونو سره نړیوال نظم ګډوډ کړی دی .
د سیمې د چارو یوه(۱) بل کارپیژاند اظهر احمد هم د امریکا په استکباری سیاست نیوکې سره وویل واشنګټن په نړۍ کښې د یوه (۱)قطبی شرایطو د ساتلو لپاره روسیه او چین دځان لپاره سخت سیالان ګڼی نو ځکه خو غواړی په هر ډول چې وی دغه دوه (۲)هیوادونه کنټرول کاندی .