دحسینی عزادارو د امنیت په تامینولو ټینګار وشو
-
د شهیدانو د سالار حضرت امام حسین علیه السلام د ویر د مراسمو د امنیت تامینول د ټولو مسلمانانو پرغاړه دي .
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان دمذهبی چارو وزیر نور الحق قادری نن په اسلام اباد کښې له علماو سره په کتنې کښې وویل محرم الحرام د ټولو اسلامی مذهبونو لپاره سپیڅلی میاشت ده او ددغه میاشتې دحرمت د ساتلو لپاره باید هڅه وشی .
هغه وویل د شهیدانو د سالار حضرت امام حسین علیه السلام د ویر د مراسمو د امنیت تامینول د ټولو مسلمانانو پرغاړه دی .
د پاکستان د مذهبی چارو وزیر نور الحق قادری وویل په ویناو کښې له تفرقه اچونکو خبرو استفاده ناجبرانیدونکی پایلې لرلی شی او ټول علما باید له تفرقه اچونکو ویناو ډډه وکړی .
هغه په علماو غږ وکړ خپل مشکلات د خبرو له لارې حل کړی چې په هیواد کښې د ناامنۍ د رامینځته کولو لپاره د سرزورو کسانو غوښتنه محققه نشی .
دپاکستان علماو په دغه کتنې کښې د مذهبی چارو له وزیر وغوښتل د ټیلی ویژن په پروګرامونو کښې د سرزورو ویناوالو د ګډون مخه ونیسی .