چین پاکستان ته دکشمیر نومې جنګی کشتۍ وسپارله
کشمیر نومې جنګی بیړۍ په ماډرنو وسلو ،توغندیو او قدرتمند راډاری سسټم سبنال ده چې په بیلابیلو سمندری جنګی عملیاتو کې ډ یر زیات کارندوالی لری .
ایرنا خبری اژآنس راپورورکړ دپاکستان سمندری ځواک په یوې اعلامیې کې وئیلی دی ، دکشمیر په نامه دغه چینی جنګی بیړۍ د یوه تړون په اساس پاکستان ته ورکړل شوی ده .
چین له دې مخکې هم پاکستان ته یو زر پنّځه سوه ټنی جنګی بیړۍ هم سپارلی ده چې په ډول ډول وسلو او ماډرن راډاری سسټم سبنال ده .
دپاکستان د سمندری ځواک قوماندان امیر البحر ذکاءالرحمن د دغې جنګی بیړۍ ځانګړنو په باب و ائی ، دکشمیر نومې جنګی بیړۍ دسی پیک نومې اقتصادی پروژې د امنیت د تامینولو او د دغه اقتصادی کریډور په ساتلو کې دپاکستان د سمندری ځ واک توان نوره هم زیاتوی .
کشمیر نومې جنګی بیړۍ په ماډرنو وسلو ،توغندیو او قدرتمند راډاری سسټم سبنال ده چې په بیلابیلو سمندری جنګی عملیاتو کې ډ یر زیات کارندوالی لری .