اسلامی ایران پاکستان ته دګیسو دمنتقلولو دپروژې عملی کولو ته تیاردی
دسولې دپایپ لاین دجوړیدا آئیډیا په ۱۹۹۰کال کې مطرح شوې وه ، او ټاکل شوې وه چې دغه پایپ لاین چې دایران ګیس پاکستان او و رپسې هندوستان ته منتقلوی ، په هند براعظمګی کې د سولې او دوستۍ پیغام شی .
ایرنا خبری آژانس راپوروروکړ په پاکستان کې داسلامی ایران سفیر مهدی هنردوست پرون په اسلام اباد کې د پاکستان جیو پولیټیک اړتیاوې او ضرورتونه نومې نړیوال سیمنار کې پخپلې وینا کې یو ځل بیا د ایران پاکستان ګیس پایپ لاین په نامې سره پاکستان ته دایران دګیسو دپایپ لاین د پروژې داهمیّت په تشریح کولو سره ووئیل ، د دغه پلان عملی کول دپاکستان په اقتصاد کي اساسی بدلون له ځان سره درلودلی شی .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې پاکستان ته د ایران دګیسو دپایپ لاین عملیاتی کیدا په دغه هیواد کې په رزګونو کارکسبونه رامینځةکولی شی ، زیاته کړې ، د دواړو هیوادونو ترمینځ د سولې دپایپ لاین عملیاتی کیدا دپآکستان د نوی حکومت له اوږو ډیر زیات مشکلات لیرې کولی شی .
دسولې دپایپ لاین دجوړیدا آئیډیا په ۱۹۹۰کال کې مطرح شوې وه ، او ټاکل شوې وه دغه پایپ لاین چې دایران ګیس پاکستان او ورپسې هندوستان ته منتقلوی ، په هند براعظمګی کې د سولې او دوستۍ پیغام شی .
پاکستان ته دایران دګیسو دپایپ لاین پروژه د ۲۰۱۴کال له مارچ څخه پیل شوې ، خو دځینو نورو هیوادونو دلاسوهنو اودسیسو له امله دغه پروژه اجرائی شوی نه ده او په پاکستان کې ئې د پایپ لاین جوړیدا ځنډیدلې ده . حال دا چې دوه کاله مخکې ایران دغه پایپ لاین د پاکستان تر پولې پورې بشبړ کړی دی .