پاکستان له ایران سره دانرژۍ دملګرتیا په پراختیا پسې دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76413-پاکستان_له_ایران_سره_دانرژۍ_دملګرتیا_په_پراختیا_پسې_دی
دایران او پاکستان دتجارتی مبادلاتو ارزښت په ۲۰۱۷ کالل کې یو میلیارډ درې سوه میلیون ډ الرو ته په رسیدا سره له دې د مخکې دوو کلونو په نسبت څلویښت فی صده زیات شوی دی . د روان کال په لومړنیو څلورو میاشتو کې پاکستان ته دایرانی شیانو صادرات هم په اویا فی صدی ودې سره درې سوه اتیا میلیون ډالرو ته ورسیدل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 13, 2018 00:27 Asia/Kabul
  • پاکستان له ایران سره دانرژۍ دملګرتیا په پراختیا پسې دی

دایران او پاکستان دتجارتی مبادلاتو ارزښت په ۲۰۱۷ کالل کې یو میلیارډ درې سوه میلیون ډ الرو ته په رسیدا سره له دې د مخکې دوو کلونو په نسبت څلویښت فی صده زیات شوی دی . د روان کال په لومړنیو څلورو میاشتو کې پاکستان ته دایرانی شیانو صادرات هم په اویا فی صدی ودې سره درې سوه اتیا میلیون ډالرو ته ورسیدل .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  دپاکستان د تیلو او طبیعی زیرمو دچارو وزیر  غلام سرور خان  پرون ناوخته  پّ اسلام اباد کې داسلامی  ایران له سفیر  مهدی هنر دوست سره په کتنې کې   د دواړو هیوادونو د ورورولۍ اودوستۍ مخینې په بیانولو سره  په بیلابیلو سیمه ایزو اونړیوالو ډګرونو کې  له اسلام اباده دتهران  ملاتړونه وستایل .

  په اسلام اباد کې دایران  سفیر مهدی هنر دوست هم   دپاکستان  د تیلو له وزیر  سره په دغې کتنې کې  د دواړو هیوادونو د سیاسی او اقتصادی  مبادلاتو  دمثبت بهیر په بیانولو سره  هیله وښودله ،  دانرژۍ  په زمینې کې  دوه اړخیزې  اړیکې هم  له نورو زمینو سره په یوو وخت  پیاوړی شی .

 مهدی هنر دوست  پاکستان ته دایران  دګیسو دپایپ لاین د پروژې  د مثبتو اقتصادی   نتیجو او  دپاکستان  دصنائعو  په لاروښانه کولو کې  دهغو  درول په بیانولو   سره  د دغې سترې اقتصادی پروژې  عملیاتی کول  ډیر مهم وبلل .  همداراز  په دغې کتنې کې  د پاکستان دتیلو اوطبیعی زیرمو د چارو  د وزیر په توګه د  غلام سرور خان  دمنصوبیدا په  مناسبت  د اسلامی  ایران د  تیلو د وزیر بیژن نامدار زنګنه   دمبارکۍ پیغام هم هغه ته وسپارل شو . 