له ایران سره داړیکو پراخول دپاکستان لومړیتوب دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76449-له_ایران_سره_داړیکو_پراخول_دپاکستان_لومړیتوب_دی
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دکورنیو چارو وزیر شهریار افریدی وویل په دوه اړخیزه ، سیمه ییزو او نړیوالو ډګرونو کښې دایران له اسلامی جمهوریت سره داړیکو پراختیا د اسلام اباد د حکومت دبهرنی سیاست لومړیتوب دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 14, 2018 00:21 Asia/Kabul
  • دپاکستان حکومت ایران ته دسمندر ، ریل ګاډي او د الوتکو له لارې د تلونکو زیارتوالو لپاره د اسانتیاو د برابرولو لپاره د غور په حال کښې دی .
    دپاکستان حکومت ایران ته دسمندر ، ریل ګاډي او د الوتکو له لارې د تلونکو زیارتوالو لپاره د اسانتیاو د برابرولو لپاره د غور په حال کښې دی .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دکورنیو چارو وزیر شهریار افریدی وویل په دوه اړخیزه ، سیمه ییزو او نړیوالو ډګرونو کښې دایران له اسلامی جمهوریت سره داړیکو پراختیا د اسلام اباد د حکومت دبهرنی سیاست لومړیتوب دی .

هغه په یوه (۱)خبری کانفرنس کښې د سیمې دشرایطو په بیانولو سره ټینګار وکړ د ایران ، افغانستان او دپاکستان دینی او تاریخی ګډولې دا ایجابوی چې درې (۳)هیوادونه د ثبات او د امنیت دټینګولو او د دسیسو د شنډولو لپاره سیمه ییزې ملګرتیاوې زیاتې کړی .

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدی دغه راز ایران او عراق ته د خپل هیواد د زیارتوالو د تګ راتګ د موضوع په اړه وویل دپاکستان حکومت ایران ته دسمندر ، ریل ګاډی او د الوتکو له لارې د تلونکو زیارتوالو لپاره د اسانتیاو د برابرولو لپاره د غور په حال کښې دی .