له ایران سره داړیکو پراخول دپاکستان لومړیتوب دی
-
دپاکستان حکومت ایران ته دسمندر ، ریل ګاډي او د الوتکو له لارې د تلونکو زیارتوالو لپاره د اسانتیاو د برابرولو لپاره د غور په حال کښې دی .
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دکورنیو چارو وزیر شهریار افریدی وویل په دوه اړخیزه ، سیمه ییزو او نړیوالو ډګرونو کښې دایران له اسلامی جمهوریت سره داړیکو پراختیا د اسلام اباد د حکومت دبهرنی سیاست لومړیتوب دی .
هغه په یوه (۱)خبری کانفرنس کښې د سیمې دشرایطو په بیانولو سره ټینګار وکړ د ایران ، افغانستان او دپاکستان دینی او تاریخی ګډولې دا ایجابوی چې درې (۳)هیوادونه د ثبات او د امنیت دټینګولو او د دسیسو د شنډولو لپاره سیمه ییزې ملګرتیاوې زیاتې کړی .
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدی دغه راز ایران او عراق ته د خپل هیواد د زیارتوالو د تګ راتګ د موضوع په اړه وویل دپاکستان حکومت ایران ته دسمندر ، ریل ګاډی او د الوتکو له لارې د تلونکو زیارتوالو لپاره د اسانتیاو د برابرولو لپاره د غور په حال کښې دی .