له ایران څخه د پاکستان دګازو پروژه نه ده بدله شوی
-
ایران دپاکستان د بریښنا ، ګازو او دانرژۍ دټولو ضرورتونو پوره کولو ته تیار دی .
ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل ټینګار وکړ له تهران سره د اقتصادی اړیکو د پراختیا او د سولې دنل لیکې په نوم د ایران او د پاکستان د ګازو د پایپ لاین په اړه د اسلام اباد سیاست نه دی بدل شوی .
هغه پرون په اسلام اباد کښې په اونیز خبری کانفرنس کښې پاکستان ته د انرژۍ د وارداتو د پروژو د اجرا دبهیر په اړه وویل له ایران څخه پاکستان ته د ګازو د انتقال د نل لیکی او پروژې اجرا هماغه راز د اسلام اباد لومړیتوب دی .
دپاکستان دخارجه وزارت ویاند محمد فیصل تیره میاشت هم له ایران څخه پاکستان ته د ګازو د انتقال د نل لیکې په شان د اقتصادی او دانرژۍ د نړیوالو پروژو او د امریکا دباونو ته په پام سره د چین او دپاکستان ګډې اقتصادی پروژې د راتلونکی په اړه ویلی وو د اوږد مهاله هدفونو دتحقق لپاره د پاکستان ملی ګټې په دغو پروژو کښې اصلی ټاکونکی عامل دی .
له ایران څخه پاکستان ته د ګازو د رسولو پروژه چې د سولې د ګازو په پائپ لاین مشهوره ده له ۲۰۱۴ میلادی کال راهسې پیل شوه خو د امریکا او دسعودی عربستان په شمول د ځینو هیوادونو لاسوهنې پاکستان ته د ایران دګازو دانتقال خنډ شوی دی .
ایران د سولې دګازو دنل لیکې په وړاندې په خپلو ژمنو عمل کړی او د پاکستان تر سرحد پورې یې پائپ لاندی جوړ کړی دی خو پاکستان تراوسه په خپلې ژمنې عمل نه دی .
ایران دپاکستان د بریښنا ، ګازو او دانرژۍ دټولو ضرورتونو پوره کولو ته تیار دی .