د میرمن کلثوم نواز مړی لاهور ته وړل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76458-د_میرمن_کلثوم_نواز_مړی_لاهور_ته_وړل_شوی_دی
زمونږخبریال وایی دپاکستان د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د میرمنې کلثوم نواز مړی له لندن څخه لاهور هوایی ډګر ته وړل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 14, 2018 02:17 Asia/Kabul
  • د میرمن کلثوم نواز مړی لاهور ته وړل شوی دی

زمونږخبریال وایی دپاکستان د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د میرمنې کلثوم نواز مړی له لندن څخه لاهور هوایی ډګر ته وړل شوی دی .

د هغې له مړی سره د کورنۍ په ورغلیو کسانو کښې اصف بیګ مرزا ، خدیجه مرزا ، سائره صالح او د مسلم لیګ ګوند نوازشریف څانګې یو مشر اعجاز ګل ، طائمه طارق او نرګس بټ شامل دی

د پاکستان دپخوانی لومړی وزیر نوازشریف زامن حسین نواز او حسن نواز دخپلې مور له مړی سره  خپل هیواد ته نه دی تللی .

د پاکستان دپخوانی لومړی وزیر نوازشریف دمیرمنې د جنازې لمونځ د لاهور د رائیونډ په شریف میډیکل کمپلیسک کښې  نن مازیګر پینځه(۵) بجې کیږی .

د هغې دجنازې لمونځ به مولانا طارق جمیل وکړی .

دپاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د فضل الرحمن څانګې دمشر مولانا فضل الرحمان په شمول د بیلابیلو سیاسی ګوندونو مشرانو او غړو په لاهور کښې دنوازشریف په کور کښې هغه ته تسلیت ووایه .

دپاکستان دتحریک انصاف یو (۱)پلاوی به  هم د میرمن کلثوم نواز د جنازې په مراسمو کښې ګډون وکړی .

د تحریک انصاف په پلاوی کښې د پنجاب صوبې ګورنر چوهدری محمد سرور ، صوبایی وزیر محمود الرشید ، میان اسلم او نور وزیران شامل دی .