د میرمن کلثوم نواز مړی لاهور ته وړل شوی دی
زمونږخبریال وایی دپاکستان د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د میرمنې کلثوم نواز مړی له لندن څخه لاهور هوایی ډګر ته وړل شوی دی .
د هغې له مړی سره د کورنۍ په ورغلیو کسانو کښې اصف بیګ مرزا ، خدیجه مرزا ، سائره صالح او د مسلم لیګ ګوند نوازشریف څانګې یو مشر اعجاز ګل ، طائمه طارق او نرګس بټ شامل دی
د پاکستان دپخوانی لومړی وزیر نوازشریف زامن حسین نواز او حسن نواز دخپلې مور له مړی سره خپل هیواد ته نه دی تللی .
د پاکستان دپخوانی لومړی وزیر نوازشریف دمیرمنې د جنازې لمونځ د لاهور د رائیونډ په شریف میډیکل کمپلیسک کښې نن مازیګر پینځه(۵) بجې کیږی .
د هغې دجنازې لمونځ به مولانا طارق جمیل وکړی .
دپاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د فضل الرحمن څانګې دمشر مولانا فضل الرحمان په شمول د بیلابیلو سیاسی ګوندونو مشرانو او غړو په لاهور کښې دنوازشریف په کور کښې هغه ته تسلیت ووایه .
دپاکستان دتحریک انصاف یو (۱)پلاوی به هم د میرمن کلثوم نواز د جنازې په مراسمو کښې ګډون وکړی .
د تحریک انصاف په پلاوی کښې د پنجاب صوبې ګورنر چوهدری محمد سرور ، صوبایی وزیر محمود الرشید ، میان اسلم او نور وزیران شامل دی .