دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر افغانستان ته رسیدلی
-
دپاکستان خارجه وزیر به د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته اسلام اباد ته دسفر بلنه هم ورکړي .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دباندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی نن د یوه(۱) ورځنی سفر لپاره کابل ته تللی چې ددغه هیواد له ولسمشر اشرف غنی ، اجرایی مشر عبدالله عبدالله او نورو لوړرتبه چارواکو سره خبرې وکړی .
دپاکستان له خارجه وزیر سره په دغه سفر کښې دبهرنیو چارو سیکرټره میرمن تهمینه جنجوعه او د پوځی عملیاتو مشر او نور چارواکی هم ملګری دی .
کابل ته دپاکستان د نوی حکومت دخارجه وزیر لومړنی سفر په افغانستان او سیمه کښې امنیت ته د اسلام اباد د اهمیت د ورکولو ښودنه کوی .
دپاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدری وویل کابل ته د خارجه وزیر شاه محمود قریشی د سفر مهم هدف د دواړو هیوادونو ترمینځ امنیت ته د اړونده چارو په باره کښې د غږملتیا پیاوړی کول دی .
هغه وویل کابل ته د خارجه وزیر سفر د دې ښودنه کوی چې افغانستان د پاکستان دبهرنی سیاست مهم لومړیتوب دی .
دپاکستان خارجه وزیر به د افغانستان ولسمشر اشرف غنی ته اسلام اباد ته دسفر بلنه هم ورکړی .