دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر افغانستان ته رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76479-دپاکستان_دبهرنیو_چارو_وزیر_افغانستان_ته_رسیدلی
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دباندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی نن د یوه(۱) ورځنی سفر لپاره کابل ته تللی چې ددغه هیواد له ولسمشر اشرف غنی ، اجرایی مشر عبدالله عبدالله او نورو لوړرتبه چارواکو سره خبرې وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 15, 2018 06:57 Asia/Kabul
  • دپاکستان خارجه وزیر به د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته  اسلام اباد ته دسفر بلنه هم ورکړي .
    دپاکستان خارجه وزیر به د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته اسلام اباد ته دسفر بلنه هم ورکړي .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان دباندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی نن د یوه(۱) ورځنی سفر لپاره کابل ته تللی چې ددغه هیواد له ولسمشر اشرف غنی ، اجرایی مشر عبدالله عبدالله او نورو لوړرتبه چارواکو سره خبرې وکړی .

دپاکستان له خارجه وزیر سره په دغه سفر کښې دبهرنیو چارو سیکرټره میرمن تهمینه جنجوعه او د پوځی عملیاتو مشر او نور چارواکی هم ملګری دی .

کابل ته دپاکستان د نوی حکومت دخارجه وزیر لومړنی سفر په افغانستان او سیمه کښې امنیت ته د اسلام اباد د اهمیت د ورکولو ښودنه کوی .

دپاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدری وویل کابل ته د خارجه وزیر شاه محمود قریشی د سفر مهم هدف د دواړو هیوادونو ترمینځ امنیت ته د اړونده چارو په باره کښې د غږملتیا پیاوړی کول دی .

هغه وویل کابل ته د خارجه وزیر  سفر د دې ښودنه کوی چې افغانستان د پاکستان  دبهرنی سیاست مهم لومړیتوب دی .

دپاکستان خارجه وزیر به د افغانستان ولسمشر اشرف غنی ته  اسلام اباد ته دسفر بلنه هم ورکړی .