په پاکستان کې دډیمونودجوړونې په ضد خارپاراچونکی به محاکمه شی
د تحریک انصاف واکمن ګوند نوی پلان چې د ډیمونو دجوړولو لپاره ئې د چندې غونډولو هڅه پیل کړې ، د پآکستان د خلکو او بیلابیلو بیلو ګوندونو له تاؤدۀ هرکلی سره مخ شوی ، او په همداوروستیو کې په اروپائی هیوادونو کې دیره پاکستانیانو په خپل هیواد کې د ډیمونو دجوړولولپاره د یو میلیارډ ډالری مرستو د ډالۍ لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ دپاکستان دسترې محکمې یا سپریم کورټ مشر قاضی ثاقب نثار د ډیمونو د جوړولو په ضد خار اچونکو ته په خبرداری ورکولو سره وئیلی دی ، هغو کسانو سره به چې د ډیم جوړولو په لاره کې خنډونه جوړوی سخت چلند وشی .
ثاقب نثار وئیلی دی ، په اوسنیو شرائطو کې او په هیواد کې د اوبو بحران ته په پام سره ، په پاکستان کې دډیمونو جوړول ډیر ضروری دی .
دپآکستان حکومت تیره اونۍ له هیواده بهر اوسیدونکو پاکستانیانو څخه د ډیمونو دجوړولو لپاره دمالی مرستو غوښتنه کړې ده .
د تحریک انصاف واکمن ګوند نوی پلان چې د ډیمونو دجوړولو لپاره ئې د چندې غونډولو هڅه پیل کړې ، د پآکستان د خلکو او بیلابیلو بیلو ګوندونو له تاؤدۀ هرکلی سره مخ شوی ، او په همداوروستیو کې په اروپائی هیوادونو کې دیره پاکستانیانو په خپل هیواد کې د ډیمونو دجوړولولپاره د یو میلیارډ ډالری مرستو د ډالۍ لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی .
پاکستان داوبو له ډ یر کمښت سره لاس اوګریوان شوی او که په دغه هیوااد کې ډیمونه په چټکۍ سره جوړ نشی ونو ښائی داوبو بحران به یوې غمیزې بدل شی .