له افغانستان سره د ګډ اقتصادی کمیسیون په جوړولو د پاکستان ټینګار
د پاکستان خارجه وزیر، خپل هیواد ته له ستنیدو وروسته اعلان وکړ: د افغانستان له مشرانو سره د ګډ اقتصادی کمیسیون د جوړولو په سر موافقې ته رسیدلی یو.
د تسنیم خبری آژانس د راپور په اساس، د پاکستان خارجه وزیر «شاه محمود قریشی»، افغانستان ته د خپل یو ورځنی سفر په پای کی اعلان وکړ: د کابل له مشرانو سره خبری اترې ډیری ګټوری وې، او دواړو لورو د اقتصادی همکاریو د پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ، او ټاکل شوې ده په نږدی راتلونکی کی، ګډ اقتصادی کمیسیون جوړ شی.
شاه محمود قریشی زیاته کړه: د افغانستان له جمهور رئیس «اشرف غنی»، او د یاد هیواد له اجرایی رئیس«عبدالله عبدالله» سره په کتنه کی، په سیمه کی د پایداره امنیت او سولې د رامنځته کولو لپاره د ګډو همکاریو په ضرورت تاکید وشو.
د ویلو وړ ده؛ چی په امریکا کی واک ته د« ټرمپ » د رسیدو له وخت څخه د افغانستان او پاکستان اړیکی ترینګلی شوی دی، او احتمال شته چی د پاکستان د نوی دولت په بڼه نیولو سره، د دغو دؤو ګاونډیانو اړیکی ښه والئ ومومی.