له افغانستان سره د ګډ اقتصادی کمیسیون په جوړولو د پاکستان ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76517-له_افغانستان_سره_د_ګډ_اقتصادی_کمیسیون_په_جوړولو_د_پاکستان_ټینګار
د پاکستان خارجه وزیر، خپل هیواد ته له ستنیدو وروسته اعلان وکړ: د افغانستان له مشرانو سره د ګډ اقتصادی کمیسیون د جوړولو په سر موافقې ته رسیدلی یو.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 16, 2018 09:46 Asia/Kabul
  • له افغانستان سره د ګډ اقتصادی کمیسیون په جوړولو د پاکستان ټینګار

د پاکستان خارجه وزیر، خپل هیواد ته له ستنیدو وروسته اعلان وکړ: د افغانستان له مشرانو سره د ګډ اقتصادی کمیسیون د جوړولو په سر موافقې ته رسیدلی یو.

د تسنیم خبری آژانس د راپور په اساس، د پاکستان خارجه وزیر «شاه محمود قریشی»، افغانستان ته د خپل یو ورځنی سفر په پای کی اعلان وکړ: د کابل له مشرانو سره خبری اترې ډیری ګټوری وې، او دواړو لورو د اقتصادی همکاریو د پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ، او ټاکل شوې ده په نږدی راتلونکی کی، ګډ اقتصادی کمیسیون جوړ شی.

شاه محمود قریشی زیاته کړه: د افغانستان له جمهور رئیس «اشرف غنی»، او د یاد هیواد له اجرایی رئیس«عبدالله عبدالله» سره په کتنه کی، په سیمه کی د پایداره امنیت او سولې د رامنځته کولو لپاره د ګډو همکاریو په ضرورت تاکید وشو.

د ویلو وړ ده؛ چی په امریکا کی واک ته د« ټرمپ » د رسیدو له وخت څخه د افغانستان او پاکستان اړیکی ترینګلی شوی دی، او احتمال شته چی د پاکستان د نوی دولت په بڼه نیولو سره، د دغو دؤو ګاونډیانو اړیکی ښه والئ ومومی.