دپاکستان د وزیراعظمۍماڼۍ ۲۰۰ لوکس ګاډی نیلام ته وړاندې شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76536-دپاکستان_د_وزیراعظمۍماڼۍ_۲۰۰_لوکس_ګاډی_نیلام_ته_وړاندې_شول
ساده ژوند د عمران خان د حکومت یوه مهمه چغه ده ، چې په راتلونکو څو میاشتو کې به ولیدل شی ، چې واقعا عمران پخپلې دغې انتخاباتی چغې عمل کوی او که یوازې تر شعار حده چغه وه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 17, 2018 07:01 Asia/Kabul
  • دپاکستان د وزیراعظمۍماڼۍ ۲۰۰ لوکس ګاډی نیلام ته وړاندې شول

ساده ژوند د عمران خان د حکومت یوه مهمه چغه ده ، چې په راتلونکو څو میاشتو کې به ولیدل شی ، چې واقعا عمران پخپلې دغې انتخاباتی چغې عمل کوی او که یوازې تر شعار حده چغه وه .

زمونږخبریال   ددنیا نیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ   دپاکستان دلومړی وزیر دماڼۍ  هغه دوه سوه لوکس   او لګژری ګاډی چې   د تیرو واکوالانو په پړاؤ کې  اخستل شوی  او نوازشریف ترې استفاده کوله ،  په هغو کې   یو سل  دوه لوکس  ګاډی له ننه  نیلام ته وړاندې شول .

راپور ښئ دغه ټول ګاډی  د لومړی وزارت په مخکینۍ ماڼۍ کې  نندارې ته وړاندې شوی  او په دغو ګاډو کې  د ۲۰۱۷ ماډل څلور بینز ګاډی  ،دوه بم ضد لوکس ګاډي ،د میرمی ضد اته بې ایم ډبلیو  ګاډی ،  او  ۷۲نور هغه لوکس ا و لګژری ګاډی چې  څو کاله کیږی اخستل شوی دی ،  موجود دی .

 دپاکستان تحریک  انصاف واکمن ګوند مشرانو  وئیلی  دی ،  له دغو ګاډو ترلاسه شوی عایدات  به  عام المنفعه  چارو لپاره   ولګول شی .

 له بل پلوه د پاکستان دلومړی وزارت  ستره او لوکس  ماڼۍ به ډیره  طر د اطلاعاتو  په پوهنتون یا آئی ټی  یونیورسټۍ بدله شی .

 ساده ژوند  د عمران خان د حکومت  یوه مهمه چغه ده ،   چې په راتلونکو څو میاشتو کې به ولیدل شی ، چې واقعا  عمران  پخپلې دغې  انتخاباتی چغې عمل کوی او که یوازې تر شعار حده چغه وه .