دپاکستان د وزیراعظمۍماڼۍ ۲۰۰ لوکس ګاډی نیلام ته وړاندې شول
ساده ژوند د عمران خان د حکومت یوه مهمه چغه ده ، چې په راتلونکو څو میاشتو کې به ولیدل شی ، چې واقعا عمران پخپلې دغې انتخاباتی چغې عمل کوی او که یوازې تر شعار حده چغه وه .
زمونږخبریال ددنیا نیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان دلومړی وزیر دماڼۍ هغه دوه سوه لوکس او لګژری ګاډی چې د تیرو واکوالانو په پړاؤ کې اخستل شوی او نوازشریف ترې استفاده کوله ، په هغو کې یو سل دوه لوکس ګاډی له ننه نیلام ته وړاندې شول .
راپور ښئ دغه ټول ګاډی د لومړی وزارت په مخکینۍ ماڼۍ کې نندارې ته وړاندې شوی او په دغو ګاډو کې د ۲۰۱۷ ماډل څلور بینز ګاډی ،دوه بم ضد لوکس ګاډي ،د میرمی ضد اته بې ایم ډبلیو ګاډی ، او ۷۲نور هغه لوکس ا و لګژری ګاډی چې څو کاله کیږی اخستل شوی دی ، موجود دی .
دپاکستان تحریک انصاف واکمن ګوند مشرانو وئیلی دی ، له دغو ګاډو ترلاسه شوی عایدات به عام المنفعه چارو لپاره ولګول شی .
له بل پلوه د پاکستان دلومړی وزارت ستره او لوکس ماڼۍ به ډیره طر د اطلاعاتو په پوهنتون یا آئی ټی یونیورسټۍ بدله شی .
ساده ژوند د عمران خان د حکومت یوه مهمه چغه ده ، چې په راتلونکو څو میاشتو کې به ولیدل شی ، چې واقعا عمران پخپلې دغې انتخاباتی چغې عمل کوی او که یوازې تر شعار حده چغه وه .