پاکستان هند ته اجازه نه ورکوی له افغانستان سره وصل شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76563-پاکستان_هند_ته_اجازه_نه_ورکوی_له_افغانستان_سره_وصل_شی
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د خپل هیواد له لارې افغانستان ته دهند د لارې د خلاصیدا امکان رد کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 18, 2018 02:03 Asia/Kabul
  • پاکستان تراوسه د خپل هیواد له لارې د افغانستان او دهندوستان ترمینځ دتجارتي لارې د خلاصیدا په اړه هیڅ فیصله نه ده کړي .
    پاکستان تراوسه د خپل هیواد له لارې د افغانستان او دهندوستان ترمینځ دتجارتي لارې د خلاصیدا په اړه هیڅ فیصله نه ده کړي .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د خپل هیواد له لارې افغانستان ته دهند د لارې د خلاصیدا امکان رد کړ .

هغه پرون وویل د ځینو  څرګندونو په اپوټه  پاکستان تراوسه د خپل هیواد له لارې د افغانستان او دهندوستان ترمینځ دتجارتی لارې د خلاصیدا په اړه هیڅ فیصله نه ده کړی .

دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی چې څو ورځې مخکې افغانستان ته تللی وو د دغه هیواد  د ولسمشر اشرف غنی په شمول له لوړرتبه چارواکو سره په کتنې کښې په ټولو زمینو کښې د اسلام اباد او دکابل د ملګرتیاو په پراختیا ټینګار کړی وو .

د پاکستان له لارې د افغانستان او دهند ترمینځ دتجارتی لارې د پرانیستل کیدا لپاره د اسلام اباد د احتمالی موافقې خبر کابل ته د پاکستان دخارجه وزیر شاه محمود قریشی له سفر وروسته په افغانستان کښې دامریکا دسفیر جان باس لخوا خپور شو .

د امریکا سفیر ادعا کړی وه پاکستان په تیرو میاشتو کښې د افغانستان له چارواکو سره په تماسونو کښې د خپل هیواد له لارې د افغانستان او دهند ترمینځ د تجارتی لارې د بیا پرانیستل کیدا په اړه دلچسپی ښودلی ده .

افغانستان د ایران په جنوب ختیځ کښې د چابهار بندر له پرانیستل کیدا مخکې دیوه داسې هیواد په توګه چې سمندر ته لاره نلری ازادو اوبو ته درسیدا لپاره په پاکستان تکیه لرله او د اسلام اباد چارواکو په ځلونو په ډاګه ویلی دی هندوستان ته به اجازه ورنکړی چې د پاکستان له خاورې له افغانستان سره د تجارتی لارې په توګه استفاده وکړی .