دپاکستان لومړی وزیر نن عربستان ته ورځی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76564-دپاکستان_لومړی_وزیر_نن_عربستان_ته_ورځی
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نن سعودی عربستان ته ورځی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 18, 2018 02:11 Asia/Kabul
  • پاکستان هڅه کوي له چین څخه دوه (۲)میلیارډه او له عربستان څلور نیم میلیارډه پورونه واخلي .
    پاکستان هڅه کوي له چین څخه دوه (۲)میلیارډه او له عربستان څلور نیم میلیارډه پورونه واخلي .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نن سعودی عربستان ته ورځی .

د پاکستان چارواکو وویل عمران خان لومړی وزارت ته له رسیدا یوه(۱) میاشت وروسته د دوه ورځنی سفر او دسعودی عربستان له   چارواکو سره دخبرو اترو لپاره نن ریاض ته ورځی .

عمران خان په داسې حال کښې په خپل لومړی خارجی سفر سعودی عربستان ته ورځی چې اسلام اباد له مالی کړکیچ سره مخ دی او د پاکستان له متحدو هیوادونو د مالی مرستو د ترلاسه کولو لپاره د نوی لومړی وزیر عمران خان د هڅو په اړه یوشمیر ګونګوسې روانې دی .

عمران خان او دهغه حکومت د اقتصادی ځوړتیا ، له ترهګرۍ سره دمبارزې ، د اوبو  او دبریښنا دکمښت او د نفوسو د زیاتیدا په شمول له ډیرو چیلنجونو سره مخ دی .

دپاکستان رسنیو ویلی دی اسلام اباد له اقتصادی کړکیچ د وتلو او دپیسو نړیوال صندوق ته له ورستنیدا د ډډه کولو لپاره کوشش کوی له سعودی عربستان او چین په میلیارډونو ډالره پورونه واخلی .

پاکستان هڅه کوی له چین څخه دوه (۲)میلیارډه او له عربستان څلور نیم میلیارډه پورونه واخلی .