دچین او پاکستان پوځی ارتباط له ډیر اهمیّته برخمن دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76603-دچین_او_پاکستان_پوځی_ارتباط_له_ډیر_اهمیّته_برخمن_دی
د پاکستان دپوځ عمومی قوماندان هیله مند دی ، چې په دغه سفر کې به د پاکستان د تجارتی چارو د وزیر د هغو وروستیو څرګندونو له امله رامینځة شوی نفسیاتی تاؤتریخوالی ختم کړی ، چې وئیلی ئې وو ، دچین او پاکستان داقتصادی کریډور په لاره کې دې واقع پلانونه تر یوه کال پورې وځنډول شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 19, 2018 09:53 Asia/Kabul
  • دچین او پاکستان پوځی ارتباط له ډیر اهمیّته برخمن دی

د پاکستان دپوځ عمومی قوماندان هیله مند دی ، چې په دغه سفر کې به د پاکستان د تجارتی چارو د وزیر د هغو وروستیو څرګندونو له امله رامینځة شوی نفسیاتی تاؤتریخوالی ختم کړی ، چې وئیلی ئې وو ، دچین او پاکستان داقتصادی کریډور په لاره کې دې واقع پلانونه تر یوه کال پورې وځنډول شی .

زمونږ خبریال راپور راکړ د چین  دمرکزی پوځی کمیشن  مرستیال مشر ژانګ یوشیا  پرون ناوخته   دپاکستان  د پوځ له عمومی قوماندان  جنرال قمر جاوید باجوه سره په کتنې کې  ټینګار کړی ،  دواړه هیوادونه  دټولو وختونو  لپاره  سره سټراټژیک  شریک دی .

    د چین دغه لوړ پوړی پوځی چارواکی  څرګندونې  له دې یوازې څو ورځې  وروسته مطرح کیږی ، چې    دپآکستان د مرکزی حکومت یوه وزیر د چین د وریښمو دلارې  دپلان په باب   په یولړ څرګندونو سره  یو لړ تاؤتریخوالی رامینځةکړی وو . 

 د پاکستان  دپوځ عمومی قوماندان  هیله مند دی ،  چې په دغه سفر کې به د پاکستان د تجارتی چارو د وزیر  د هغو وروستیو څرګندونو له امله رامینځة شوی نفسیاتی تاؤتریخوالی  ختم کړی ، چې  وئیلی ئې وو ، دچین او پاکستان   داقتصادی کریډور په لاره کې دې  واقع  پلانونه تر یوه کال پورې  وځنډول شی .

  د چین پاکستان دغه اقتصادی کریډور  په حقیقت کې  د  دهغې سترې لارې او  کمربند دلوئې پروژې  یوه برخه ده  چې  د یوې مهمې تجارتی لارې په توګه  د  وریښمو د  لرغونی لارې  احیاء کول ئې  یوه موخه ده .