عربستان او امارات دې دمرستوپه ځای په پاکستان کې پانګونه وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76746-عربستان_او_امارات_دې_دمرستوپه_ځای_په_پاکستان_کې_پانګونه_وکړي
ځینی راپورونه ښئ چې دپاکستان لومړی وزیر عمران خان ته دعربستان په سفر کې د دغه هیواد رژیم دکابو لس میلیارډ ډالرو مرستو پیش کش کړی دی .، خوډیری شناندی او دچارو کارپوهان وائی چې آل سعود رژیم واکوالان د دغو مرستو په ځای له پاکستانی حکومته ډیر څه غواړی چې فی الحال ئې په اړه څه نه دی وئیل شوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 25, 2018 08:39 Asia/Kabul
  • عربستان او امارات دې دمرستوپه ځای په پاکستان کې پانګونه وکړي

ځینی راپورونه ښئ چې دپاکستان لومړی وزیر عمران خان ته دعربستان په سفر کې د دغه هیواد رژیم دکابو لس میلیارډ ډالرو مرستو پیش کش کړی دی .، خوډیری شناندی او دچارو کارپوهان وائی چې آل سعود رژیم واکوالان د دغو مرستو په ځای له پاکستانی حکومته ډیر څه غواړی چې فی الحال ئې په اړه څه نه دی وئیل شوی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ  دپاکستان خارجه وزیر  شاه محمود قریشی بیګا  په نیویارک کې  د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ  په درې اویایمې  غونډې   په څنډې  کې   د عربستان او متحده عربی اماراتو  له خوا  له اسلام اباد سره  دمالی مرستو دغوښتنو په باب د خپرو شوو خبرونو په ردولو سره  ووئیل ، پاکستان   له عربستان او متحده عربی اماراتو غوښتی دی ،  که دغه هیوادونه دلچسپی لری ، نو  د پاکستان په بیلابیلو برخو کې  په پانګونې کې ګډون کولی شی .

  دپاکستان  لومړی وزیر  عمران خان  تیره اونۍ پخپل لومړنی بهرنی سفر کې  سعودی عربستان اومتحده عربی اماراتو ته سفر  کړی دی .

 له دې مخکې  دپاکستان دپوځ  عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه  عربستان ته سفر کړی ؤ او  د ولی عهد  محمد بن سلمان پشمول  ځینو لوړپوړو  سعودی چارواکو سره ئې  لیدکاته کړی وو .

  عمران خان او دهغه حکومت  د اقتصادی ځوړتیا،  له ترهه ګروډلو سره دمبارزې ، داوبو، بریښنا دکمښت او دغه راز د  نفوسو د ودې په څیر  له بیلابیلو چیلنجونو سره  لاس او ګریوان دی .