له کابله پاکستان ته تللی دالقاعدې یو مهم کمانډر ونیول شو
دنیول شوی ترهه ګر نوید له منګولو یو ځان مرګی جیکټ او یو شمیر وسله او نور مهمات هم تر ګوتو شوی دی . ویل کیږی ، چې نوید به په نوشهروفیروز کې د ترهه ګرۍ ضد عدالت کې محاکمه شی .
زمونږخبریال ددنیانیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ د پاکستان پولیسو دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلی دی ، له افغانستانه په پاکستان کې دترهه ګرۍ د هدایتولو یوبل ثبوت هم ترلاسه شو .د سند صوبې د دادو په ګاج سیمې کې پولیسو په یولړ عملیاتو کې د کراچۍ د صفورا ګوټ د پیښې یو مهم تورن نیولی دی .
راپور ښئ دغه نیول شوی ترهه ګر پخپلو لومړنیو اعترافاتو کې ډیر مهم انکشافات کړی دی .
دسند صوبې د دادو ضلعې ایس ایس پی تنویر تنیّو په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی تورن نوید یو افغانی دی ، اوله کابله دادو سیمې ته ورغلی ؤ چې د پټو اطلاعاتو په اساس په ګاج سیمې کې نیول شوی دی . هغه هڅه کوله له بلوچستانه سند صوبې ته لاړ شی او د ځینو ورانکاریو پلانونه وکړی .
په دغې خبرتیا کې وئیل شوی دی ، دنیول شوی ترهه ګر نوید له منګولو یو ځان مرګی جیکټ او یو شمیر وسله او نور مهمات هم تر ګوتو شوی دی . ویل کیږی ، چې نوید به په نوشهروفیروز کې د ترهه ګرۍ ضد عدالت کې محاکمه شی .