د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند مشر ونیوی شو
Oct 06, 2018 04:06 Asia/Kabul
د شهباز شریف د نیولو وجه په پاکستان کښې د څښلو د پاکو اوبو د برابرولو (صاف پاني) پروژې کښې فساد بلل شوی دی.
د پاکستان د مسلم لیګ ګوند نواز څانګې مشر او د دغه هیواد د څنګته کړی شوي وزیراعظم نواز شریف ورور شهباز شریف د احتساب محکمې د مفتشانو لخوا ونیوی شو.
د شهباز شریف د نیولو وجه په پاکستان کښې د څښلو د پاکو اوبو د برابرولو (صاف پاني) پروژې کښې فساد بلل شوی دی.
احتساب ادارې (نیب) دوه ورځې مخکښې د شهباز شریف زوی حمزه شهباز هم د صاف پاني شرکت په تړونونو او فعالیت په هکله د وضاحت لپاره ورغوښتی و.
ټیګونه