اسحاق ډار په انګلستان کې د سیاسی پناه غوښتنه کړې ده
اسحاق ډار د پاکستان د پخوانی ټګ لومړی وزیر نواز شریف د وخت خزانې وزیر ؤ چې ا قتصادی فساد او نغراک په لسګونو دوسیو کې مجرم پیژندل شوی او دهغه د املاک او نورو شتمنیو دتړل کیدو ګونګوسې هم آوریدل کیږی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د پاکستان دخزانې پخوانی وزیر او په درغلیو تورن اسحاق ډار چې انګلستان ته تښتیدلی دی ، دلندن له حکومته ئې دسیاسی پناه ورکولو غوښتنه کړې .
داپه داسې حال کې دی چې د اسحاق ډار کورنۍ د دغه خبر په دروغ بللو سره وئیلی دی ، هغه نیّت نه لری ، دلندن له حکومت ه د سیاسی پناهندګۍ غوښتنه وکړی . دوی روښانه کړې په لندن کې داسحاق ډار دیره کیدا موقتی ده او هغه په انګلستان کې په قانونی توګه هستوګن دی
له دې سره په یووخت دپاکستان داطلاعاتو وزیر فوادچوهدری هم وئیلی دی ، اسحاق ډار دپاکستان دسترې محکمې یا سپریم کورټ له تعقیبونې د تښتې په خاطر دانګلستان له حکومته سیاسی پناه غوښتې ده .
دپاکستانن سپریم کورټ داقتصادی فساد اودرغلیو په جرم په کرتو اسحاق ډار په غیابی ډول احضار کړی ، خو هغه د ناروغۍ په پلمه له پاکستانه پښې سپکې کړی او حاضر نه دی بیرته خپل هیواد ته ستون شی .
اسحاق ډار د پاکستان د پخوانی ټګ لومړی وزیر نواز شریف د وخت خزانې وزیر ؤ چې ا قتصادی فساد او نغراک په لسګونو دوسیو کې مجرم پیژندل شوی او دهغه د املاک او نورو شتمنیو دتړل کیدو ګونګوسې هم آوریدل کیږی .