د ګوادر او چابهار بندرونه د یوبل بشپړونکي دي
Nov 09, 2018 14:10 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې د دغه هیواد ګوادر او د ایران چابهار بندرونه د یو بل بشپړونکي دي.
محمد فیصل نن په اسلام آباد کښې په خبري غونډه کښې وویل: پاکستان د یو بل د بشپړونکو بندرونو په توګه د خپل ګوادر او د ایران د جابهار تجارتي بندر ترمینځ د ملګرتیا د پراختیا غوښتونکی دی.
هغه زیاته کړه چې ایران او پاکستان د دوو ګاونډیو په توګه ورورولیزې اړیکې لري او همداشان ګډ تاریخ او کلتور لري.
ټیګونه