له تروریدو وړاندی د مولانا سمیع الحق سعودی ضد څرګندونی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78078-له_تروریدو_وړاندی_د_مولانا_سمیع_الحق_سعودی_ضد_څرګندونی
د پاکستان د جماعت علمای اسلام مشر،«مولانا سمیع الحق»، له تروریدو دوې ورځی وړاندی، د یمن خلګو په خلاف د عربستان د ولیعهد« محمد بن سلمان» په سیاستونو نیوکه کړې وه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2018 08:55 Asia/Kabul
  • له تروریدو وړاندی د مولانا سمیع الحق سعودی ضد څرګندونی

د پاکستان د جماعت علمای اسلام مشر،«مولانا سمیع الحق»، له تروریدو دوې ورځی وړاندی، د یمن خلګو په خلاف د عربستان د ولیعهد« محمد بن سلمان» په سیاستونو نیوکه کړې وه.

زموږ د خبریال د راپور په اساس، سمیع الحق له وژل کیدو وړاندی؛ د یمن د مظلومو مسلمانانو په نسل وژنه کی د آل سعود د جنایتونو په غندلو سره، عربستان د بشری حقوقو په خلاف ورزۍ تورن کړئ ؤ.

د پاکستان د جماعت علمای اسلام مشر ویلی ؤ؛ آل سعود پداسی حال کی ځان خادم الحرمین بولی، چی د ښځو او ماشومانو په شمول؛ د فلسطینی مسلمانانو په وژله کی د صهیونیسټی رژیم د تیریګرو او ځپونکو سیاستونو په خدمت کی دئ.

سمیع الحق زیاته کړه: بن سلمان؛ د مسلمانانو د وحدت او یووالی لپاره د هڅی کولو پرځای، په سیمه کی د امریکی د پراختیا غواړو او زور ویونکو سیاستونو په لاره کی د ښه خدمت کولو په حال کی دئ.

سمیع الحق له خپلو دغو څرګندونو څخه دوی ورځی وروسته، د تیری جمعې په ورځ په یو شکمن اقدام کی، پخپل کور کی ووژل شو.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه ترور پړه نده منلې. 

په عین حال کی د یو شمیر رسنیو د راپور په اساس، داعش ډلې د سمیع الحق د ترور مسؤلیت په غاړه اخیستئ دئ.