پاکستان له اسلامی ایران سره دملګرتیاپه پیاوړتیا کلک هوډ لری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78127-پاکستان_له_اسلامی_ایران_سره_دملګرتیاپه_پیاوړتیا_کلک_هوډ_لری
فواد چوهدری په پاکستان کې د ایران له سفیره وغوښتل په اسلام اباد کې د رحمت اللعالمین نړیوال کنفرانس کې دې د ایرانیو دینی عالمانو د شتون زمینه برابره کړی . د ربیع الاول میاشت په رارسیدا او دپیغمبر اکرم د نیکمرغه زوکړې د شپو ورځو په درشل کې د نومبر په شلمه نیټه په اسلام اباد کې د مسلمانو عالمانو نړیوال کنفرانس ترسره کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 14, 2018 02:24 Asia/Kabul
  • پاکستان له اسلامی ایران سره  دملګرتیاپه پیاوړتیا کلک هوډ لری

فواد چوهدری په پاکستان کې د ایران له سفیره وغوښتل په اسلام اباد کې د رحمت اللعالمین نړیوال کنفرانس کې دې د ایرانیو دینی عالمانو د شتون زمینه برابره کړی . د ربیع الاول میاشت په رارسیدا او دپیغمبر اکرم د نیکمرغه زوکړې د شپو ورځو په درشل کې د نومبر په شلمه نیټه په اسلام اباد کې د مسلمانو عالمانو نړیوال کنفرانس ترسره کیږی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ د  پاکستان داطلاعاتو وزیر فواد چوهدری  پرون مازدیګر  په اسلام اباد کې داسلامی ایران له سفیر  مهدی هنردوست سره په کتنې  کې  وئیلی دی ،  د دواړو هیوادونو ترمینځ  کلتوری مبادلات  نه یوازې  د دود اودستورو  دپیژندګلوۍ   او د  کلتوری او دودیزو ارزښتونو لپاره مهم  دی ، بلکې  دایران اوپاکستان د  ملتونو   دارتباط دلوړتیا لپاره داغیزمنو ګامونو پورته کول  له  ډیرزیات اهمیّته برخمن دی . 

 فواد چوهدری  په پاکستان کې د ایران له سفیره وغوښتل  په اسلام  اباد کې  د  رحمت اللعالمین  نړیوال کنفرانس کې دې د ایرانیو دینی  عالمانو د شتون زمینه  برابره کړی .

 د ربیع الاول  میاشت  په رارسیدا او دپیغمبر اکرم  د نیکمرغه زوکړې د شپو ورځو   په درشل کې د نومبر په شلمه نیټه   په اسلام اباد کې د  مسلمانو عالمانو نړیوال کنفرانس ترسره کیږی .

 په  پاکستان کې دایران سفیر هم په دغې کتنې کې    دفلم جوړونې ،هنر اوسینما  په ډګرونو کې  داسلامی ایران   دظرفیّتونو په بیانولو سره  ووئیل ، ایران  له خپل دوست او ورور ګاونډی هیواد پاکستان سره  دکلتوری اړیکو  له پیاوړی کولو سره دیره دلچسپی لری .

 مهدی هنر دوست  په بیلابیلو کلتوری اورسندوئی  ډ ګرونو کې  د دواړو هیوادونو دملګرتیاؤ دپراختیا لپاره داسلامی ایران  چمتووالی  اعلان کړ.  هنردوست  همداراز  دپاکستان اوایران  د ولسونو  د ډ یرو تاریخی ،کلتوری ، اودینی مشترکاتو  په بیانولو سره  د مسلمانو اوورور ګاونډیو هیوادونو ترمینځ  د ولسونو دپیژندګلوۍ   د لوړتیا لپاره د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ د پیاوړتیا په ضرورت  هم ټینګار وکړ .

Image Caption

 

 په پاکستان کې داسلامی ایران سفیر   همداراز  دپاکستان د ریلوې دچارو له وزیر شیخ رشید احمد سره  هم په کتنې کې  د سیمه ایزې ملګرتیا د  پراختیا په موخې سره  د اسلام اباد تهران  او استانبول  د اکو  ریل پټلۍ  پر عملیاتي کیدا  هم ټينګار کړی او   د ریل پټلۍ  په پروژو کې  دګډون لپاهر  دایرانیو شرکتونو  دتوانمنیو په بیانولو سره  ئې په ټولو زمینو په تیره بیا د ریلي ملګرتیا  دپراختیا لپاره  دتهران  چمتووالی   اعلان کړ.

 دپاکستان دریلوې دچارو وزیر شیخ رشید احمد هم  د ایران د جنوب ختیځ  او دپاکستان د بلوچستان  صوبې   دکویټه تفتان  د ریل لارې  پیاوړتیا   له ایران سره دخپل هیواد  داړیکو  په تیره بیا دتجارتي اواقتصادي  اړیکو دپیاوړتیا لپاره   ضروري  وبلله.

 ایکو ریل  چې  په تیرو کلونو کې  ئې  د پاکستان ،ایران اوترکیې  په لاره کې   په تګ راتګ سره ،د دغو هیوادونو  ترمینځ د  تجارتي تعامل  اوټرانزیټ د پراختیا زمینه برابره کړې وه ،  څو کاله کیږي ، چې  دریدلی دی .  د دغه ریل  ګاډي دریدا  اصلی علت ،  دپاکستان  دریل پټلۍ اوتجهیزاتو  ورستیدا  اوبې کاره کیدا ده  د دغه ریل ګاډي دبیرته   روانیدا،  دایران اوپاکستان ترمینځ  د ټوریزم  د سفر د آسانتیا زمینه هم برابرولی شي .