پاکستان د سعودی عربستان مرستې نه ایشوا کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78229-پاکستان_د_سعودی_عربستان_مرستې_نه_ایشوا_کوی
تسنیم خبری اژانس وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل له اسلام اباد سره د سعودی عربستان دمالی مرستو جزیات به ایشوا نشی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2018 02:27 Asia/Kabul
  • دپاکستان د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو د اسلام اباد له حکومت سره د سعودي عربستان دولس(۱۲) میلیارډه ډالره  مرستې مشکوکې بللي دي .
    دپاکستان د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو د اسلام اباد له حکومت سره د سعودي عربستان دولس(۱۲) میلیارډه ډالره مرستې مشکوکې بللي دي .

تسنیم خبری اژانس وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل له اسلام اباد سره د سعودی عربستان دمالی مرستو جزیات به ایشوا نشی .

هغه پرون په دې خبرې سره چې له چین او سعودی عربستان څخه مالی مرستې تراوسه نه دی لاس ته راغلی وویل ددغو مالی مرستو جزیات به په رسنیو کښې خپاره نشی .

عمران خان وویل ما چې کله د پاکستان حکومت په لاس کښې واخیست نو هیواد له بیلابیلو مشکلاتو او خنډونو سره مخ وو او زیاتې اقتصادی صنایع له جدی ستونزو سره مخ وې .

دپاکستان د حکومت مخالفو سیاسی ګوندونو د اسلام اباد له حکومت سره د سعودی عربستان دولس(۱۲) میلیارډه ډالره  مرستې مشکوکې بللی دی او ویلی یې دی داسې هیڅ امکان نشته چې د عربستان ال سعود رژیم له کومو شرایطو او غوښتنو پرته اسلام اباد ته پورونه ورکړی او په همدې دې دپاکستان حکومت باید د ال سعود رژیم غوښتنې په شفاف ډول اعلان کړی او خلک ترې خبر کړی .