د مولانا سمیع الحق قبر دې باید راوسپړل شی
زمونږ خبریال وای دپاکستان پولیسو له محکمې (court) څخه د مولانا سمیع الحق دقبر د راسپړلو د اجازې غوښتنه کړی ده .
دپاکستان د جمعیت علمای اسلام د مولانا سمیع الحق څانګې د مشر مولانا سمیع الحق د وژلې په هکله د پلټنې ډلې د خیبر پښتونخوا صوبې د نوښار (Nowshera) له ځاې محکمې غوښتی دی چې د وژل شوی مولانا سمیع الحق د قبر د راسپړلواجازه دې ورکړل شی چې دهغه د مړی په اړه طب عدلی ()ترسره شی .
دغه غوښتنه د پندۍ د هوایی ډګر د پولیسو د مرکز یوه افسر جمیل د نوښار په یوې محکمې کښې مطرح کړی ده .
د پولیسو دغه افسر ټینګار کړی دی چې د وژلې د تحقیق لپاره د قانون لخوا په ګوټه شویو ضرورتونو د پوره کولو لپاره د مړینې په هکله د مړی د پوسټ مارټم ترسره کول ضروری دی .
د مولانا سمیع الحق کورنۍ د پاکستان دپولیسو او دمحکمې لخوا د سمیع الحق د قبر د راسپړلو غوښتنه په کلکه رد کړی ده اوهغه یې د نا منلو وړ بللي ده .