د مولانا سمیع الحق قبر دې باید راوسپړل شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78230-د_مولانا_سمیع_الحق_قبر_دې_باید_راوسپړل_شی
زمونږ خبریال وای دپاکستان پولیسو له محکمې (court) څخه د مولانا سمیع الحق دقبر د راسپړلو د اجازې غوښتنه کړی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2018 02:40 Asia/Kabul
  • د مولانا سمیع الحق قبر دې باید راوسپړل شی

زمونږ خبریال وای دپاکستان پولیسو له محکمې (court) څخه د مولانا سمیع الحق دقبر د راسپړلو د اجازې غوښتنه کړی ده .

دپاکستان د جمعیت علمای اسلام د مولانا سمیع الحق څانګې د مشر مولانا سمیع الحق د وژلې په هکله د پلټنې ډلې د خیبر پښتونخوا صوبې د نوښار (Nowshera) له ځاې محکمې  غوښتی دی چې د وژل شوی مولانا سمیع الحق د قبر د راسپړلواجازه دې ورکړل شی چې دهغه د مړی په اړه طب عدلی ()ترسره شی .

دغه غوښتنه د پندۍ د هوایی ډګر د پولیسو د مرکز یوه افسر جمیل د نوښار په یوې محکمې کښې مطرح کړی ده .

د پولیسو دغه افسر ټینګار کړی دی چې د وژلې د تحقیق لپاره د قانون لخوا په ګوټه شویو ضرورتونو د پوره کولو لپاره د مړینې په هکله د مړی د پوسټ مارټم ترسره کول ضروری دی .

د مولانا سمیع الحق کورنۍ د  پاکستان دپولیسو او دمحکمې لخوا د سمیع الحق د قبر د  راسپړلو غوښتنه په کلکه رد کړی ده اوهغه یې د نا منلو وړ بللي ده .