پاکستان په هیڅوجه اسرائیل په رسمیت نه  پیژنی 
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78235-پاکستان_په_هیڅوجه_اسرائیل_په_رسمیت_نه_پیژنی
د پاکستان ؤلس مشر تاکید وکړ؛ اسلام آباد په هیڅ ډول شرایطو کی د قدس نیواکګر رژیم په رسمیت نه پیژنی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2018 10:17 Asia/Kabul
  • پاکستان په هیڅوجه اسرائیل په رسمیت نه  پیژنی 

د پاکستان ؤلس مشر تاکید وکړ؛ اسلام آباد په هیڅ ډول شرایطو کی د قدس نیواکګر رژیم په رسمیت نه پیژنی.

زموږ د خبریال د راپور په اساس، د پاکستان ؤلس مشر« عارف علوی » پرون د لاهور ښار د والی په ودانۍ کی د پاکستان د عالمانو په حضور کی وویل: پاکستان په هیڅوجه صهیونیسټی رژیم په رسمیت نه پیژنی، او دغه هیواد د یاد نیواکګر رژیم د رسمیت په نه پیژندلو کی د اسلامی هیوادونو فیصلی ته احترام ایږدی.

څو ورځی وړاندی هم، د پاکستان ؤلس مشر« عارف علوی »، له صهیونیسټی رژیم سره د پاکستان هر ډول مذاکره یا پټی اړیکی تکذیبی کړې، او اعلان یی وکړ: اسلام آباد له صهیونیسټی رژیم سره هیڅ اړیکی او خبری اتری نه ده لرلې.

له صهیونیسټی رژیم سره د پاکستان د اړیکو په باره کی د آوازو په هکله د یاد هیواد د مقامونو عکس العمل، پسله هغه پیاوړی شو چی د ملی پارلمان یو نماینده، پدی وروستیو کی له یاد رژیم سره د اړیکو د ټینګیدو د احتمال په هکله خبری کړی وې، چی د

پاکستان د خلګو د قهر سبب وګرځید، او زرګونو پاکستانیانو د صهیونیسټی ضد مظاهرو په کولو سرو، د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو او نیواکګرۍ په وړاندی؛ د فلسطین له ؤلس څخه ملاتړ وکړ.