د ټرامپ تورونو ته د عمران خان ځواب
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78278-د_ټرامپ_تورونو_ته_د_عمران_خان_ځواب
د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان د بدلونونو په وړاندې د اسلام اباد په خلاف د امریکا په سیاستونو نیوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2018 03:56 Asia/Kabul
  • د ټرامپ تورونو ته د عمران خان ځواب

د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان د بدلونونو په وړاندې د اسلام اباد په خلاف د امریکا په سیاستونو نیوکه وکړه.

 

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې عمران خان پرون د پاکستان په خلاف د  ډونالډ ټرمپ په خبرو په نیوکې سره وویل : ښه به دا وي چې امریکا د پاکستان د تورونولو په ځای  په افغانستان کې خپله ماته ومني.

 د ټرامپ دولت تیره یکشنبه له فکس نیوز چینل سره په مرکه کې وویل چې  له پاکستان سره د امریکا له مالي مرستو سره سره  دغه هیواد په افغانستان کې د واشنګټن لپاره څه خاص کار نه دی کړی

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان  په خپله ټویټر پاڼه کې د امریکا مقاماتو ته وویل په ځای د دې چې  پاکستان د خپلو غلطیو لپاره په پردې بدل کړئ باید  جاج واخلئ چې  ولې په افغانستان کې د پراخ پوځی شتون او د زرو میلیاردو ډالرو له لګولو وروسته ،  نن طالبان او ترهه ګر د پخوا په پرتله زیات پیاوړې دي.  

 عمران خان همداراز وویل چې پاکستان له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې  د پينځه اویا زرو کسانو قرباني ورکړې او تر یو سل درې ویشتو میلیاردو ډالرو زیات تاوان یې لیدلی دی خو امریکا د دې په بدل کې له پاکستان سره یوازې د شلو میلیاردو ډالرو معمولي مرسته کړې ده.