دامریکا ولسمشر دې له خبرو مخکې له حقیقتونو ځان خبروی
دپاکستان د خارجه وزارت ویندوی دډونالډټرمپ څرګندونو ته د عمران خان دغه ځواب ته په اشارې سره چې پاکستان دامریکا د ترهه ګرۍ په ضد دتش په نامه جنګ کې ډیر اونه جبرانیدونکی تاوانونه زغملی دی ، زیاته کړې ، دعمران خان خبرې د امریکا ولسمشر ته د حقایقو دسمې پوهولې لپاره وې .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی محمد فیصل پرون مازدیګر په اسلام اباد کې په خبری ناستې کې د اسلام اباد او واشنګټن ترمیځ د وروستیو تاؤتریخوالو په باب ټینګار کړی ، دپاکستان په ضد د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ سپکاویو ته د دغه هیواد لومړی وزیر عمران خان ځواب هغه ته دترهه ګرۍ په ضد دجنګ دحقایقو د ورپیژندلو لپاره دی .
محمد فیصل زیاته کړې ، په دې باب دټرمپ ادعا چې پاکستان له القاعدې سره دمقابلې لپاره له امریکا سره مرسته نه ده کړې ، او یوازې ئې په دې اړه په میلیارډونو ډالر ا خستی دی ، ، بې اساسه او دروغ دی .
دپاکستان د خارجه وزارت ویندوی دډونالډټرمپ څرګندونو ته د عمران خان دغه ځواب ته په اشارې سره چې پاکستان دامریکا د ترهه ګرۍ په ضد دتش په نامه جنګ کې ډیر اونه جبرانیدونکی تاوانونه زغملی دی ، زیاته کړې ، دعمران خان خبرې د امریکا ولسمشر ته د حقایقو دسمې پوهولې لپاره وې .
ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې یو ځل بیا پخپل ټولنییز چینل کې لیکلی دی ، امریکا د القاعدې دوخت دمشر اسامه بن لادن دنیولو لپاره پاکستان ته په میلیارډونو ډالر ورکړی وو ،خو پآکستانیانو پخپل هیواد کې د اسامه بن لادن شتون پټ ساتلی ؤ .
دامریکا دولسمشر دغه سپیرې او تکراری خبرې دپآکستان د لومړی وزیر خارجه وزیر دپوځ د عمومی قوماندان پشمول د زیاترو حکومتی چارواکو له سخت او جدی غبرګون سره مخ شوی دی .