د پاکستان لخوا د ايران د چابهار د ترهه ګريزې چاودنې غندنه
Dec 07, 2018 02:00 Asia/Kabul
د پاکستان د خارجه وزارت وياند د ايران د چابهار ترهه ګريزه چاودنه وغندله.
د ايرنا د رپوټ له مخې محمد فېصل پرون د دغې ترهه ګريزې چاودنې په ردعمل کښې وويل،په هر ځاے او هر ډول ترهه ګرۍ د ختمولو لپاره د هېوادونو ګډ اقدامات او ملګرتياوې ضروري دي.
د پاکستان د خارجه وزارت وياند ايران د يو دوست او ورور هېواد په توګه ياد کړ.
ټیګونه