کراچۍ کښې د بم چاودنې شپږ تنه ژوبل کړل
Dec 10, 2018 07:45 Asia/Kabul
د پاکستان د سند صوبې د مرکز کراچۍ په ګلستانِ جوهر سیمه کښې د یو بم د چاودیدو له امله شپږ کسان زخمي شول.
پاکستاني سرچینو لیکلي چې د متحده قومي موومنټ لخوا د نعت خوانۍ په مراسمو کښې د یو بم د چاودیدو په پیشه کښې شپږ تنه زخمي شول چې د دوو حالت پکښې بد رپورټ شوی دی.
په یادو مراسمو کښې د پاکستان د انفارمیشن ټیکنالوجۍ وزیر خالد مقبول صدیقي او د سند په صوبايي اسمبلۍ کښې د متحده قومي غورځنګ استازي خواجه اظهار الحسن هم شتون درلود چې له نیکه مرغه روغ رمټ دي.
د سند صوبې د پولیسو مشر هم د پيښې د ځاې جاج اخیستی او بم شنډونکې اداره وايي چې په چاودنه کښې تر درې سوه ګرامه پورې چاودونکي توکي کارول شوي دي.
د دې چاودنې پړه لا چا نه ده منلې.
ټیګونه