امریکا دافغانستان په جنګ کښې ماتی خوړلی ده
-
امریکا په نړۍ کښې دترهګرو په لومړۍ لیکه کښې ده .
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دځوانانو د غورځنګ مشر «عبدلله ګل» ټینګار وکړ امریکا د افغانستان په جنګ کښې ماتی خوړلی ده .
هغه په افغانستان کښې د امریکا د اوږدې مودې شتون ته په اشارې سره وویل ډیره د شرم خبره ده چې واشنګټن په افغانستان کښې له څه دپاسه اولس(۱۷) کاله پوځی شتون وروسته له طالبانو ډلې سره د مقابلې توان نلری .
دپاکستان دغه سیاسی شناندی زیاته کړه له دې مخکې د امریکا سیاست دا وو چې دافغانستان له طالبانو ډلې سره خبرې ونکړی او واشنګټن د طالبانو نوم دترهګرو ډلو په فهرست کښې شامل کړِي خو نن سبا یې دطالبانو نوم دترهګرو ډلو له فهرست څخه لیرې کړی دی .
عبدالله ګل په دې خبرې سره چې نړۍ په کافی اندازه د جنګونو په تیره بیا د افغانستان دجنګ بیه ورکړی ده وویل دترهګرۍ پرضد دجنګ په نوم سره په میلیارډونو ډالره لګول شوی خو هیڅ بریا یې نه ده لرلی او په افغانستان کښې په زرګونو ملکی وګړی وژل شوی دی .
د پاکستان دغه سیاسی شناندی وویل اوس وخت رارسیدلی دی چې دافغانستان حکومت له امریکا وغواړی ددغه جنګ تاوانونه د افغانستان خلکو ته ورکړی .
هغه په دې خبرې سره چې امریکا ډیر بې ګناه خلک د بې پایلوټه الوتکو په حملو کښې وژلی دی ټینګار وکړ امریکا په نړۍ کښې دترهګرو په لومړۍ لیکه کښې ده .