دپاکستان د طالبانو دوه قومندانان نیول شوی
Dec 23, 2018 01:51 Asia/Kabul
-
دطالبانو له دغو دوو (۲) نیول شویو قومندانانو وسلې او چاودیدونکی مواد کشف او ضبط شوی دی.
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان پولیسو وویل چې د سیند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې یې په یو لړ عملیاتو کښې د طالبانو د ملافضل الله ډلې دوه(۲) قومندانان چې رحمت علی شاه او صابر شاه نومیږی نیولی دی .
رحمت علی شاه دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې په بنو سیمه کښې دپولیسو مرکز ته نږدې په بم چاودنې تورن دی او صابر شاه هم د کراچۍ په لویدیځ کښې د طالبانو دعملیاتو مسولیت پرغاړه درلودلی دی .
صابر شاه د کراچۍ ښار د پاکونې لپاره د امنیتی ځواکونو له عملیاتو وروسته افغانستان ته تښتیدلی وو .
دطالبانو له دغو دوو (۲) نیول شویو قومندانانو وسلې او چاودیدونکی مواد کشف او ضبط شوی دی .
ټیګونه