زرداري له هېواده ممنوع الخروج کيږي
د پاکستان پخوانے ولسمشر آصف علي زرداري د مالي فساد په تور له هېواده ممنوع الخروج کيږي.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د اطلاع رسونې او رسنيو وزير پرون په اسلام آباد کښې په اخباري کانفرنس کښې وويل، له زرداري نه علاوه يو سل دوه اويا نور کسان هم د مالي فساد او مني لانډرېنګ په تور له هيواده د ممنوع الخروجو کسانو په لېسټ کښې شتون لري.
فواد چودري زياته کړه، دغو کسانو له حکومتي سرچيو او بيت المال څخه د له پاکستانه بهر ته د پېسو د منتقلولو او مني لانډرېنګ لپاره استفاده کړې ده.
د يو بل خبر له مخې د پاکستان سترې محکمې يا سپريم کورټ په دې وروستيو کښې د پاکستان د امني ډلې او بحريه ټاؤن دوسيو په اړه له آصف علي زرداري سره د اړوندو ټولو بينکي اکاونټونو د تړلو او د اموالو د سرکاري کولو حکم جاري کړ.