په پاکستان کښې د شيعه ؤ وژله دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79869-په_پاکستان_کښې_د_شيعه_ؤ_وژله_دوام_لري
ترهه ګرود پاکستان په سېند صوبه کښې يو شيعه مشر ووژۀ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2019 14:17 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د شيعه ؤ وژله دوام لري

ترهه ګرود پاکستان په سېند صوبه کښې يو شيعه مشر ووژۀ

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې ترهه ګرو پرون د پاکستان د سېند صوبې د کراچۍ ښار په رضويه سيمه کښې موټر سائېکل سورو ترهه ګرو په يو موټر باندې به ډزو سره د پاکستان د شيعه علماء کونسل يو مشر سيد محمد علي شاه ووژل شو.

تر اوسه چا کس يا ډلې د دغې ترهه ګريزې حملې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.

د پاکستان د شيعه ؤ مشر علامه سيد ساجد علي نقوي، د شيعه علماء کونسل سېکتر علامه عارف حسين واحدي او نورو سني او شيعه سياسي او مذهبي مشرانو دغه پېښه غندلې او دا يې د دغه هېواد د حکومت ناکامي بللې او له حکومته يې غوښتي دي چې سيد محمد علي شاه قاتلان دې زر تر زره ونيسي او سزا دې ورکړي.