عمران خان د پاکستان په بلوچستان کښې شوې ترهګره حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80010-عمران_خان_د_پاکستان_په_بلوچستان_کښې_شوې_ترهګره_حمله_وغندله
د پاکستان وزیراعظم د دغه هیواد د بلوچستان صوبې په لورالايي ښار کښې شوې ترهګره حمله په کلکه غندلې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 30, 2019 13:52 Asia/Kabul
  • عمران خان د پاکستان په بلوچستان کښې شوې ترهګره حمله وغندله

د پاکستان وزیراعظم د دغه هیواد د بلوچستان صوبې په لورالايي ښار کښې شوې ترهګره حمله په کلکه غندلې ده.

عمران خان د لورالايي د حملې په غبرګون کښې وویل: د ترهګرۍ خلاف جنګ جاري دی او ترهګر په دا ډول اقداماتو سره په دې لړ کښې د پاکستان د خلکو او امنیتي ځواکونو هوډ نه شي کمزورې کولی.

هغه ټینګار وکړ چې پاکستان د ترهګرو لپاره امن او خوندي ځای نه دی.

د ویلو ده چې د بلوچستان صوبې په لورالايي ښار کښې د پولیسو په یو مرکز باندې په پرونۍ ترهګره حمله کښې لس تنه وژل شوي او ۲۱ نور زخمي شوي دي.

حمله کونکي ترهګر هم د پاکستاني پولیسو په ډزو لګیدلي او سرونه یې خوړلې دي.

د دغې ترهګرې حملې پړه لا چا نه ده منلې.