اسلام اباد د سیمې له درستو هیوادونوسره ملګرتیاته تیاردی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80253-اسلام_اباد_د_سیمې_له_درستو_هیوادونوسره_ملګرتیاته_تیاردی
دنړۍد۴۶هیوادونو په ګډون سره دپاکستان د سمندری ځواک نړیواله مانوره پرون ددغه هیواد په جنوب کراچۍکې پیل شوې او ترسبا پورې به دوام وکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 10, 2019 12:39 Asia/Kabul
  • اسلام اباد د سیمې له درستو هیوادونوسره ملګرتیاته تیاردی

دنړۍد۴۶هیوادونو په ګډون سره دپاکستان د سمندری ځواک نړیواله مانوره پرون ددغه هیواد په جنوب کراچۍکې پیل شوې او ترسبا پورې به دوام وکړی .

 تسنیم خبری اژانس راپورورکړ  دپاکستان  ولسمشر ډاکټر عارف علوی  په کراچۍ کې د  پاکستان دسمندری ځواک د نړیوالې مانورې  په د ستورو کې  وئیلی دی ، دغه مانوره  د نړۍ له درستو هیوادونو سره د ملګرتیا لپاره د اسلام آباد دحکومت د جدی  اوکلک هوډ ښودنه کوی .

 دپاکستان ولسمشر روښانه کړې ، ددغه ډول مانورو ترسره کیدا  د سیمې اونړۍ  دهیوادونو ترمینځ  دلاښو اړیکو  لامل کیدلی شی .

 ډاکټر عارف علوی  وئیلی  ، په سیمې کې امنیت  د اسلام اباد اصلی غوښتنه ده  او تر څو چې  په سیمې کې  امنیت  تامین نشی ،  تاؤتریخوالی  دوام مومی.

 دنړۍد۴۶هیوادونو په ګډون سره دپاکستان د سمندری ځواک  نړیواله مانوره  پرون ددغه هیواد په جنوب کراچۍکې پیل شوې اوترسبا پورې به دوام وکړی.