د ایران او پاکستان په تجارتي اړیکو تاکید
په پاکستان کې د ایران سفیر د ایران او پاکستان د ګاونډیو صوبو ترمینځ د سرحدي تعاملاتو او تجارت د زیاتولو او په دې لاره کې د موجودو خنډونو د ختمولو غوښتنه وکړه.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې مهدي هنر دوست په کویټې کې د بلوچستان له صوبایي مشر میر عبدالقدوس بزنجو سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا په هکله د نظر تبادله وکړه.
د بلوچستان د صوبايي جرګې مشر هم د پاکستان او ایران تر مینځ د ملګرتیا د پریمانه ظرفیتونو په شتون په تاکید سره وویل: پاکستان باید د ایران له تجارت او توانمنیو ګټه پورته کړي.
عبدالقدوس بزنجو د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا په تیره بیا د پاکستان د بلوچستان صوبې او د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت له ظرفیتونو په استفادې ټینګار وکړ.
سفیر ایران در پاکستان تقویت ظرفیت های تجاری به ویژه تعاملات مرزی و همکاری ها بین استان های همجوار دو کشور و رفع موانع موجود در این زمینه را خواستار شد.
د دغه راپور له مخې د ایران سفیر او د بلوچستان د صوبایي اسمبلۍ مشر، د ځمکني او هوایي ټرانسپورټ، د ریل ګاډي د اسانتیاوو، مسافري آسانتیاوو او د تجارتي سرحدي کمیټې د مصوباتو د تعقیب په شان موضوګانو په هکله هم خبرې اترې وکړې.