په پاکستان کې د بن سلمان په ورتګ اعتراضونه روان دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80365-په_پاکستان_کې_د_بن_سلمان_په_ورتګ_اعتراضونه_روان_دي
د پاکستان خارجه وزارت په یوې بیانیې کې اعلان وکړ:  پاکستان ته د سعودي عربستان د ولي عهد محمد بن سلمان سفر په یو ورځ ځنډ سره سبا یکشنبه پيل کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2019 12:13 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د بن سلمان په ورتګ اعتراضونه روان دي

د پاکستان خارجه وزارت په یوې بیانیې کې اعلان وکړ:  پاکستان ته د سعودي عربستان د ولي عهد محمد بن سلمان سفر په یو ورځ ځنډ سره سبا یکشنبه پيل کیږي.

 

زمونږ د خبریال د راپور له مخې اسلام اباد ته د سعودي ولي عهد سفر  په پاکستان کې د مدني ټولنو،د بشري حقوقو د فعالانو او د پاکستان د محصلانو او مذهبي  غورځنګونو له اعتراض سره مخامخ شوی دی.

 څو ورځې مخکې په دغه سفر په اعتراض کې د پاکستان په مختلفو ښارونو منجمله اسلام آباد او راولپنډۍ کې د ال سعود په خلاف مظاهرې ترسره شوې.

د پاکستان خلک  د پاکستان په کورنیو چارو کې د عربستان لاسوهنې د نړۍ د مسلمانانو لپاره د ستونزو د جوړیدو سبب ګڼي او باوري دي چې عربستان  او ځينې عرب دولتونه هڅه کوي خپلو یرغلیزو هدفونو ته د رسیدلو لپاره پاکستان  د سیمې په بحرانونو په تیره بیا د  یمن په جنګ کې ښکیل کړي او ترې ګټه پورته کړي.