هندي زندانیانو په جیل کښې یو پاکستاني بندي سنګسار کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80460-هندي_زندانیانو_په_جیل_کښې_یو_پاکستاني_بندي_سنګسار_کړ
په کشمیر کښې له وروستۍ ترهګرې حملې وروسته د هند او پاکستان د کشالې په ګرداو کښې هندي قیدیانو د دغه هیواد د راجستان صوبې د مرکز جیپور په جیل کښې د شکور ا... په نوم خپل یو پاکستاني قیدي سنګسار او ویې وژه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 21, 2019 04:14 Asia/Kabul
  • هندي زندانیانو په جیل کښې یو پاکستاني بندي سنګسار کړ

په کشمیر کښې له وروستۍ ترهګرې حملې وروسته د هند او پاکستان د کشالې په ګرداو کښې هندي قیدیانو د دغه هیواد د راجستان صوبې د مرکز جیپور په جیل کښې د شکور ا... په نوم خپل یو پاکستاني قیدي سنګسار او ویې وژه.

یو هندي چارواکي وویل: د هندوستان د شمال لویدیځ د راجستان صوبې د جی پور په مرکزې جیل کښې بندي هندیانو له یو پاکستاني قیدي سره له جګړې وروسته هغه سنګسار کړ او په ډیرې بې رحمۍ سره یې ووژه.

دغه هندي چارواکو د قیدیانو د جګړې د جزئیاتو په هکله څه ونه ویل.

پاکستانی شکور ا... د جی پور په مرکزي جیل کښې د خپل عمر قید سزا اته کاله تیر کړي وو چې له دغې حملې سره مخ شو.

د ویلو ده چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د تیرې اونۍ له حملې او په اسلام آباد باندې د نوي ډیلي له تورونو وروسته د دواړو ګاونډي هیوادونو جګړه د هغوي رسنیو او عامه افکارو ته هم رسیدلې ده.