هندوستان له پاکستان سره د اړیکو سمولو ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80549-هندوستان_له_پاکستان_سره_د_اړیکو_سمولو_ته_تیار_دی
د هندوستان وزیراعظم له پاکستان سره خبرو اترو او د دواړو هیوادونو ترمینځ د موجودو شخړو کمولو ته خپل چمتووالی اعلان کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2019 13:07 Asia/Kabul
  • هندوستان له پاکستان سره د اړیکو سمولو ته تیار دی

د هندوستان وزیراعظم له پاکستان سره خبرو اترو او د دواړو هیوادونو ترمینځ د موجودو شخړو کمولو ته خپل چمتووالی اعلان کړ.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د هندوستان وزیراعظم نریندر مودي د پاکستان په پارلیماني انتخاباتو کښې د عمران خان له بریا وروسته په وړومبي ځل د دواړو هیوادونو ترمینځ د اختلافاتو د هواري لپاره له اسلام آباد سره د مذاکرې غوښتنه وکړه.

د عمران خان له وزیراعظم جوړیدو وروسته پاکستان په کراتو له هند سره د اړیکو د ښه کولو په لړ کښې د خبرواترو غوښتنه کړې وه خو نوي ډیلي نه منله.

د ویلو ده چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په پُلوامه کښې له تیرې حملې وروسته چې ۴۴ هندي پوځیان په کښې وژل شوي وو، د هند او پاکستان ترمینځ کشاله لازیاته شوې ده.