پاکستان د بمبۍ او نوي ډيلي د تباه کولو ګواښ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80603-پاکستان_د_بمبۍ_او_نوي_ډيلي_د_تباه_کولو_ګواښ_وکړ
د پاکستان د فوځ وياند وويل،: که د دغه هېواد او هند ترمېنځ جنګ شروع شي نو په شروع کښې به بمبۍ او نوے ډيلے له خاورو سره خاورې شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2019 01:41 Asia/Kabul
  • پاکستان د بمبۍ او نوي ډيلي د تباه کولو ګواښ وکړ

د پاکستان د فوځ وياند وويل،: که د دغه هېواد او هند ترمېنځ جنګ شروع شي نو په شروع کښې به بمبۍ او نوے ډيلے له خاورو سره خاورې شي.

د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې آصف غفور پرون په يو اخباري کانفرنس کښې د هند لخوا د پاکستان د هوائي حريم د خلاف ورزۍ په غبرګون کښې تاکيد وکړ، د دغه هېواد فوځ د سياچين په پولو کښې د ټېنکونو په شمول په مختلفو درنو وسلو سره ځاے پرځاے شوے او د هند ترکنټرول لاندې کشمير باندې حملې ته چمتو دے.

د پاکستان د فوځ وياند همدارنګ په ګډو پولو کښې د دغه هېواد او هند د ځواکونو ترمېنځ د نښتې خبر ورکړ او زياته يې کړه د پاکستان توغندي د کشمير په حساسو سيموباندې ويشتلو ته آماده دي او د پاکستان اېټمي توغنديو هم بمبۍ او نوے ډيلے په نښه کړي دي.