د پاکستان په بلوچستان کښې سیلاب اووه تنه ووژل
Mar 04, 2019 04:25 Asia/Kabul
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د د بارانونو، واورې او سیلاب راتلو له امله اووه کسان مړه شوي دي.
ایرنا لیکلي چې د پاسکتان په بلوچستان صوبه کښې په دې وروستیو ورځو کښې د باران او واورې وریدو له امله سیلاب راغلی چې په کښې د سرتاوانونو سربیره، د دغې صوبې د مختلفو ښارونو بیخ بیناؤ او د خلکو کورونو او کروندو ته هم ډیر تاوان رسیدلی دی.
په دغې صوبې کښې د سختې واورې او بارانونو په وجه د خلکو د معمول ژوند او تګ راتګ هم ګډوډ شوی دی.
مرستندویه ځواکونو د پاکستان د پوځ په مرستې سره خوندي ځایونو ته د زیانمن شویو سیمو د اوسیدونکو په منتقلولو لګیا دي.
د بلوچستان صوبايي حکومت په دغې صوبې کښې بیړنی حالت اعلان کړی دی.
ټیګونه