پاکستان او چین د هندوستان نوې توغندوي آزماینې ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81179-پاکستان_او_چین_د_هندوستان_نوې_توغندوي_آزماینې_ته_غبرګون_وښود
هندوستان پرون ویلي وو چې د توغندوي په کارولو سره یې په فضا کښې خپله یوه سپوږمکۍ ویشتې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2019 09:42 Asia/Kabul
  • پاکستان او چین د هندوستان نوې توغندوي آزماینې ته غبرګون وښود

هندوستان پرون ویلي وو چې د توغندوي په کارولو سره یې په فضا کښې خپله یوه سپوږمکۍ ویشتې ده.

هندوستان پرون ویلي وو چې د توغندوي په کارولو سره یې په فضا کښې خپله یوه سپوږمکۍ ویشتې ده او داشان هندوستان د امریکې، روسیې او چین په شان هیوادونو په ډله کښې شامل شوی چې کوی شي توغندي په فضا کښې له مینځه یوسي، چې د پاکستان او چین قهر یې راپارولی دی.

د ایرنا د خبر له مخې، د پاکستان د خارجه وزارت ویاند د هندوستان د دې آزماینې په غبرګون کښې وویل: نوی ډیلی دې په فضا کښې وسله والې سیالۍ ته لمن نه وهي.

محمد فیصل وویل: فضا د انسان ګډ میراث دی او ټولو هیوادونو ته پکار دي چې د دې برخې د پوځي کیدو مخه ونیسي.

هم دا شان د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د هندوستان توغندوي تجربې ته غبرګون وښود او هیله یې څرګنده کړه چې ټول هیوادونه په فضا کښې صلحه او ثبات وساتي.

د ویلو ده چې هندوستان تراوسه درې ځلې له پاکستان او یو ځل له چین سره جنګ کړی دی