پاکستان په ګوادر کښې د هیواد ترټولو ستر هوايي ډګر جوړوي
Mar 30, 2019 03:27 Asia/Kabul
په ګوادر بندر کښې د پاکستان د ترټولو ستر هوايي ډګر د جوړولو اجرايي عملیات د دغه هیواد د لوړرتبه سیاسي او پوځي چارواکو په شتون کښې پیل شول.
ایرنا لیکلي چې په ګوادر کښې د ستر هوايي ډګر د جوړولو د طرحې اجرايي مراسم د پاکستان د وزیراعظم عمران خان او د پوځ د قومندان جنرال قمر جاوید باجوا په ګډون، په ګوادر ښار کښې ترسره شول.
خبري سرچینو ویلي چې د ۴ زره ۳ سوه هیکټارو په پراختیا په ګوادر بندر کښې د پاکستان د ترټولو ستر هوايي ډګر د جوړولو ابتدايي کارونه بشپړ شوي دي.
بیجنګ په ګوادر بندر کښې د پاکستان د پراختیايي طرحو د اصلي شریک په توګه کوشش کوي چې د دغه هیواد په بلوچستان صوبه کښې د هیواد ترټولو لوې هوايي ډګر جوړ کړي.
ټیګونه