امریکا له ایراني سیلاب ځپلو سره د پاکستان د مرستې مخه نیسي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81421-امریکا_له_ایراني_سیلاب_ځپلو_سره_د_پاکستان_د_مرستې_مخه_نیسي
د پاکستان حکومت د ایران سیلاب ځپلو خلکو ته د انساندوستانه مرستو په رالیږلو کښې د ځنډ وجه، د امریکې کارړنګونه او له تهران سره د واشنګټن دښمني وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2019 11:35 Asia/Kabul
  • امریکا له ایراني سیلاب ځپلو سره د پاکستان د مرستې مخه نیسي

د پاکستان حکومت د ایران سیلاب ځپلو خلکو ته د انساندوستانه مرستو په رالیږلو کښې د ځنډ وجه، د امریکې کارړنګونه او له تهران سره د واشنګټن دښمني وبلله.

د پاکستان حکومت په نزدې راتلونکي کښې د ایراني سیلاب ځپلو لپاره د دوو سي-۱۳۰ ډوله الوتکو له لارې د انساندوستانه مرستو د رالیږلو په اعلان سره، د امریکې حکومت د دغو مرستندویه جوپو په انتقال کښې د ځنډ وجه وبلله.

پرون د ایراني سیلاب ځپلو په هکله د پاکستان د وزیراعظم عمران خان له ټویټ وروسته په پاکستان کښې د مرسته رسونې او د مرستندویه جوپو د لیږلو کار زیات شوی دی.

د امریکې حکومت چې د ډیموکراسۍ او د نړۍ د هیوادونو له خلکو د ملاتړ ادعا کوي، د ایران په مختلفو سیمو کښې له سخت سیلاب سره هم مهاله یې د نړۍ له نورو هیوادونو څخه یې ایران ته د ولسي مرستو د رارسیدو مخه نیولې ده چې دې کار له تهران سره د واشنګټن دښمني ټولو ثابته کړه.